Remembrance


 

Home
Pashto Biography
Remembrance
Poems
Photos
Contact & Links
Downloads
Tolana/Association    

 

 

 

يادونه او وياړونه

 د خپل خداي (ج) شکر ادا کوم چي ماته ئي دومره همت راکړ چي د خپل خداي بخښلي پلار ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی په اړوند څه وليکم.
د يادوني وړ ده چي ښاغلي الحاج محمد ابراهيم خواخوږی د ارواښاد دُر محمد خان زوئ په
١٩٢٠ز کال کي د کندهار په ماله جات کي زيږيدلي، ابتدائي او متوسطه زده کړه ئي په کندهار کي پاي ته رسولي او بيا يي د کابل په دارالمعلمين کي خپل تحصيل بشپړ کړي ؤ چي وروسته بيا د کابل د حبيبيئ په عالي ليسه کي د ښوونکي په حيث مقرر سو.
د ارواښاد خواخوږی شاعري په
١٩٣٤ ز کال کي پيل سوي چي لمړئ شعر ئي د طلوع افغان په ورځپاڼه کي چي لوئ استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي ئي چلونکي ؤ چاپ سو چي د استاد په تشويق سره ئي و شعر ليکلو ته ادامه ورکړه او په مسلسله توګه ئي د طلوع افغان په اخبار کي شعرونه چاپيدل.
ارواښاد خواخوږی کله چي د کابل حبيبيي عالي ليسه کي ښوونکي ؤ په کابل کي د علمي او ادبي شخصيتونو لکه ارواښاد صوفي محمد اسلام خان مين، پروفيسر محمد علي خان او نورو سره اړيکي ټينګي کړئ وي.
په
١٩٣٩ز کال کي په افغانستان کي د مطبوعاتو مستقل رياست جوړ سو چي خدايبخښلي لوئ استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي د هغه رياست معاون او د پښتو ټولني د مشر په توګه وټاکل سو نو لوئ استاد، ارواښاد خواخوږی يو وار بيا د شعرونو او مضامينو په ليکنه کي و هڅاوه چي د خواخوږی تخلص ئي په همدي کال کي ځان ته غوره کړ. لمړئ مضمون ئي د کوچنيانو د روزني تر عنوان لاندي د انيس په جريده کي خپور سو.
ارواښاد خواخوږی د لوئ استاد علامه حبيبي د ښووني او روزني څخه برخه مند ؤ او دا ئي د خپل ژوند وياړ ګانه.
ارواښاد خواخوږی حضرت مولانا ابوالوفا افغاني (رح) (چي د فقيه، قرآن کريم ښه قاري، مفسر او محدث ؤ. په علم تجويد کي ئي د (دليل القرآن) په نامه کتاب په پښتو ژبه ليکلي دئ) خپل استاد او لار ښود ګانه او ډير احترام يي ورته درلود.
مولوي صاحب په
١٩٢٨ز کال په حيدر آباد دکن کي د احيا المعارف نعمانيه په نامه يوه علمي موسسه جوړه کړه چي له دغي موسسي څخه ډير کتابونه د مولوي ابوالوفا صاحب په تصحيخ او تنظيم خپاره سوي چي ارواښاد خواخوږی د ده د علمي آثارو له برکته څخه ډيره ګټه اخيستي وو.
ارواښاد خواخوږی مولانا صاحب ته په
١٩٦٨ز کال کي د کابل د راتګ بلنه ورکړه او کله چي کابل ته راغلي نو زموږ په کور کي ئي هستوګنه درلوده چي د دي مبارک شخصيت د خبرو او لارښوونو څخه زه هم برخه مند سوئ يم.
ارواښاد خواخوږی د قرآن مجيد ښه مفسر ؤ او د ژوند تر پايه پوري د کابل د نوي ښار په مير عبدالکريم جامع کي د سهار او ماپښين لخوا د قرآن مجيد مينه والو ته تدريس کاوه.
په
١٩٦٦ ز کال کي د کتاب چاپولو د موسسي رئيس ؤ او د قرآن مجيداو تفسير شريف د چاپولو پروګرام ئي پاي ته ورساوه.
د حج فريضه ئي د سعودي بادشاه ملک فيصل په بلنه تر سره کړي او په حرم شريف کي د دوه رکعته شکرانه لمونځ د ادا کولو وياړ ئي په برخه ؤ.
 

د ښي نه کين خوا ته: شيخ جميل، محمد سيد بريمن، شهيد ملک فيصل، خواخوږی او محمد شفيق وجدان

 د ارواښاد د شعر په څانګړتياو باندي بايد ووايم چي د هغه په اشعارو کي د ملي وحدت څرګندونه، د وطن سره مينه، ويښ ځلمي توب، د ظلم او استبداد سره مبارزه، د خواريکښو سره خواخوږی، د پښتو او پښتونوالي چيغه، د ښځو مقام ته ارج، د ټولنيز سياسي ريفورمونو پلوي او د اقتصادي حالت د ښه والي د پاره مبارزه د يادوني وړ ده.

ارواښاد په دغه څلوريځه کي خپل احساسات داسي بيانوي: 

د نــــړي د ښـو او بـــــــدو خبـر دار سه --- د مــــــلي خـــدمت لپـــاره راولاړ سه

تذبذب او ځان ځاني له، ځانه ورکـــه --- د ټولني او مسلک تر لاري جـار سه

 زموږ په ګران هيواد افغانستان کي د پښتو ادبياتو په غوړيدلو سره شعر او شاعري ځانګړئ مقام لري چي ځيني آثار ئي و ټولني ته وړاندي سوي او ځيني آثار ئي د خپلي ښکلا سره يا له منځه تللي دي او يا هم د سترګو څخه پټ پاتي سويدي.
د شاعر احساس د ټولني انځور بلل کيږي چي شاعر او هنرمند پخپله ټولنيز اهداف ټاکي چي د چا لپاره، د چا په ګټه او په څه ډول د ټولني غوښتني را منځ ته کړي او د روښانه دريځ سره د خلګو د منلو وړ وګرځي.

ارواښاد استاد ګل پاچا الفت وائي:

پښتــو ډيــــــــر دئ تيـــر ايستـــلي شــــاعـــرانـو --- مغـــــرور کـــــړئ په ستــاينــو اديبـــانــو

که اوس پر سل ګزه کوهي کي کښته پروت دي --- ورتــــه ځان ښکاري اوچت له کهکشانه


ارواښاد استاد خواخوږی د خلګو شاعر ؤ چي د خلګو څخه ئي الهام اخيستي او هغه ئي د خلګو په خدمت او ويښتابه کي کاراوه.
دي تل د بينوايانو، بې وزلو او خوارانو په خدمت کي ؤ.
د اسلام او قرآن مجيد د ښوونځي څخه ئي د ځان تيريدلو او سر ښندلو لوست اخيستي ؤ او د هيواد د ننګياليو، تورياليو او برياليو غازي نيکه ګانو څخه ئي کلک عزم، وفا، صداقت او د مېړاني خصلت ورپاته ؤ.
ارواښاد خواخوږی په ژوندانه کي ډيري مختي تودي، سړي د لوړو او ژورو شيبو بيل اړ خونه ليدلي دي. د ډير آزمايشونو، کړاونو او دردونو څخه بريالي وتلي ؤ چي د دي حساسو ترانو پارونکي او ضمير ايښودونکي د يوه استبدادي او ديکتاتوري واکمني په وړاندي د سنګر روښانه بيلګه ګڼل کيږي.

که څه هم دئ پخپله د خپل شعرونو په اړوند وائي:

زما اشعار د پنځو سو کالو د ژوند ځيني خاطري يو ځاي سويدي چي د عمر د ياداښتونو په توګه دي نه د شعر ادبي او علمي اثر په شکل، دا زما ژوند د مختلفو دورو سوزونه، سازونه، ناري او بلغاکي دي چي صرف د تيرو خاطرو په لحاظ ما ته ارزښت لري چي کله کله د عمر د بيلو، بيلو وختو يادونه را په زړه کوي چي د هيواد دننه او د هيواد څخه دباندي مختلفو ځايو څخه ترخي او خوږي خاطري کله په ولس کي د بي عدالتي، ظلم، رشوت او کله د شهيدانو په هديرو کله د خوارانو او بي وزلو په غمو او کله د ويښو ځلميانو په ارمانو ويل سويدي.

ارواښاد فاضل استاد علامه اکاډيمسين پوهاند عبدالشکور رشاد د خدايبخښلي خواخوږی په باره کي ليکي:

ارواښاد خواخوږی په رشتيا د هيواد او د هيواد د خلګو خواخوږئ ؤ. د ده تخلص په حق سره د ده د شخصيت نمايندګي کوله. دئ د وفا، صداقت، عاطفي او اخلاص مجسمه وه. ده په رشتيا د قوم درد درلود او له زړه ئي د ولس د ويښتابه مينه درلوده. د ده شاعري د دغه درد او ميني ژبه وه.

نيوکي چي د ټولني د مشکلاتو د حل او عدالت د تأمين لپاره اغيزمن ګڼل کيږي چي ارواښاد خواخوږی د جرئت او اخلاقي جسارت سره تل پر واکمنو او زورورو باندي انتقاد کاوه او د ده د اشعارو مهمه برخه وه.
چي د اکاډيمسين کانديد ارواښاد محمد صديق روهي د (د پښتو موثر ادبياتو) په نامه خپل اثر کي ارواښاد خواخوږی د پښتو ادبي څيرو نامتو استازي په جمله کي يادوي.

د اکاډيمسين کانديد ډاکټر محمود حبيبي د ارواښاد خواخوږی په اړه ليکي:

د خدايبخښلي خواخوږی ژوند په علمي او ادبي محفلونو کي ؤ او ياران ئي اکثراً پوهان وه، په وير او ماتم کي لمړئ حاضر دئ ؤ خو د قدرت او قدرتمنو څخه په ګوښه. د ريا، تظاهر او منافقت چي له بده مرغه د دي وختونو د شخصياتو څخه او په تيره بيا په هغو ټولنو کي دي چي د انقلابونو او اړو دوړ نه ئي تير کړي خو لازم پند او عبرت ئي ندئ ځيني اخيستي د خواخوږی د ژوري خواخوږی سره نه رغيدل او د ده د هغو رقيبانو څخه ګڼل کيده چي غمر تر پايه ورسره په مبارزه کي ؤ.

ارواښاد د اسلامي اخوت او عاطفي خاوند ؤ د مصيبتونو او کډاونو په مقابل کي ئي خپل ځان له لاسه نه ورکاوه او د ټولنيز ژوند په برخه کي د ځان او مال قرباني ته تل تيار ؤ. د بي وزلو مل او د خواريکښو مرستندوئ ؤ.
 

لکه چي ارواښاد فاضل نوميالي استاد بينوا د اوسني ليکوال په لمړي ټوک کي د ارواښاد خواخوږی په اړه داسي ليکي:

ښاغلي خواخوږی په زړه پاک، سپيڅلي، د ملګرئ وړ او ويښ ځلمي دئ د ملګرو د زړو ساتنه، ملګري او د اصولو پالل ئي ښه زده، د غريبانو او بي وزلو سره خواخوږی لري که څه هم دئ پخپله بي وزلي او د خواخوږئ وړ دئ.

ارواښاد د اسلامي ټولني پر قوانينو او ملي رسومو باندي ټينګ ؤ.
 

د رواښاد خواخوږی سياسي ژوند:

                ارواښاد خواخوږی د ديموکراتيکو آزاديو د لاس ته راوړلو په خاطر مبارزه کړي او په سياسي مبارزه کي تل ويښ ځلمي پاته سوئ ؤ.
ښاغلي زرملوال صاحب خپل اثر (د ويښ ځلميانو جمعيت) کي په ١٩٨٧ ز کال کي د افغانستان د مهاجرينو د سازمان لخوا نشر سوئ ليکي:

تر ټولو د مخه دغو کسانو د ويښ ځلميانو په تحريک پيل وکړ:
له کندهار او فراه څخه:- عبدالحي حبيبي، عبدالرؤف بينوا، فيض محمد انګار، محمد رسول خان پښتون، عبدالشکور رشاد، محمد ابراهيم خواخوږی او عبدالرزاق فراهي.
له ننګرهار څخه:- ګل پاچا الفت، قيام الدين خادم،صديق الله رشتين او غلام حسن صافي.
له پکتيا څخه:- نيک محمد پکتياني او غلام محي الدين زرملوال چي وخت ئي تخلص روښان ؤ.
له غزني څخه:- نور محمد تره کي.
 

ښاغلي ارواښاد مير غلام محمد غبار خپل اثر (افغانستان د مسير تاريخ: دوهمه ټوک) کي د استاد خواخوږی د ويښو ځلميانو بنسټ ايښودونکي او رهبرانو څخه ليکي.

ښاغلي عبدالحميد مبارزي خپل اثر ( تحليل واقعات سياسي افغانستان) په (١١٧) مخ کي ليکي:

حزب ويش زلميان توسط قاضي بهرام، محمد رسول پښتون، نور محمد تره کي، عبدالحي حبيبي، عبدالهادي توخي، ګل پاچا الفت، عبدالرؤف بينوا، غلام حسن صافي، فيض محمد انګار و محمد ابراهيم خواخوږی بوجود آمد.
 

ارواښاد ښاغلي محمد علم بڅرکي خپل اثر (ويښ ځلميان) استاد خواخوږی ته داسي نوموي:

زه خپل دا وړوکي کتاب د ويښو ځلمو د کاروان هغه غړي ته ور په نامه کوم چه دوئ نه يوازي تحريک ته وفاداره، ثابت قدمه او مخلص وو بلکه پدي تحريک کي ئي خپلي اوږي او لاسونه هم تڼاکي کړي وو، د دي کاروان دا ستر شخصيت ښاغلي محمد ابراهيم خواخوږی دئ.

او ارواښاد بڅرکي صاحب د نوموړي اثر په (٣٣) مخ کي ليکي:

د ويښ ځلميانو مشران ښاغلي محمد رسول خان پښتون، غلام جيلاني خان مدير، قاضي عبدالصمد خان، حاجي محمد انور خان اڅکزئ، مولوي بهرام خان اڅکزئ، عبدالهادي خان هادي، حضرت محمد يوسف آغا او په حزب کي دوهم پوړ خلګ چي نسبتاً ځوانان او د فعاليت ونډه ئي زياته وه د کشرانو په رديف کي شامل وه عبارت وه له:
ښاغلي عبدالشکور رشاد، آغا محمد خان کرزي، محمد ابراهيم خان خواخوږی، محمد حسن خان، محمد حسين خان ريدي، صوفي ولي محمد خان، محمد علم بڅرکي، نور احمد شاکر، شير احمد جان، محمد علي خان، حاجي لعل محمد خان، محمد آصف خان او مسلم صاحب څخه.

ويښ ځلميان څوک دئ تر عنوان لاندي د ارواښاد خواخوږی شعر د کندهار په طلوع افغان ورځپانه کي په ٢٤/٦/١٣٢٧ کي خپور سوئ دئ. ده په دغه شعر کي د ويښو ځلميانو مرام د قوم او کندهار ولس لپاره په ساده ژبه بيانوي ځکه چي هغه وخت حزبونه رسمي نه وه او مرامنامه نسواي نشريدلاي.

 د ارواښاد خواخوږی بند:

په ١٩٥٠ ز کال کي د احمد شاه بابا د ليسي مدير او ښوونکي ؤ د ځوانانو د تنوير کولو په ګناه د حکومت لخوا بندي سو. ارواښاد مدير صاحب غلام جيلاني خان الکوزئ د ويښ ځلميانو په اړه مضمون کي چي د ويښ ځلميانو په کتاب کي خپور سوي دي د استاد خواخوږی د بند په حصه کي ليکي:
په ١٩٥٠ ز  کال کي د ويښ ځلميانو فعاليت په کندهار کي چټک سوئ ؤ لکه څنګه چه زموږ يو ملګري ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږی چي د کندهار پوهني مدير ؤ د کندهار د نائب الحکومه محمد يونس خان لخوا ګرفتار سو، دا زموږ د ډلي لمړئ بندي ؤ چي د حکومت لخوا ونيول سوي، پدي وخت کي ارواښاد سردار محمد رفيق خان ماته اطلاع راکړه چي فوراً بايد د دندي څخه استعفا وکړي ما هم خپله استعفأ د ارواښاد محمد رفيق خان په لاس نائب الحکومه محمد يونس خان ته ور وليږله وروسته ملګرو د محمد ابراهيم خواخوږی د خلاصون لپاره کابل ته د تللو تصميم ونيوه.
د محمد رسول خان پښتون په سرکردګي کي د ويښ ځلميانو لمړئ جوپه شخصيتونه کابل ته روان سول هغه کسان عبارت وه له:
زه، ارواښاد محمد انور خان اڅکزي، آغا محمد خان کرزي او محمد علي خان خو عبدالهادي خان د مخه لا کابل ته تللي ؤ. په کابل کي مو د ارواښاد سردار محمد داؤد خان سره وکتل، دوئ د ملي دفاع پر وزارت سر بيره د کورنيو چارو وزارت چاري هم سنبالولي.
سردار صاحب نائب الحکومه محمد يونس خان د بي کفايتي خبري وکړي، ممد يونس خان ئي محزوله او محمد ابراهيم خان خواخوږی د بند څخه خلاص سو. موږ بريالي کندهار ته راستانه سولو.

ارواښاد مدير صاحب جيلاني خان د خپل مصمون په بل ځاي کي ليکي:

د کندهار ملګرو په زياته بيا خواخوږی صاحب، استاد شاکر صاحب او استاد رشاد صاحب کافي تکاليف وګالل چي د قدر وړ او نه هيرونکي دي.

ارواښاد بڅرکي صاحب د ويښ ځلميانو د اثر په ٨٧ مخ کي ليکي:په بنديخانه کي دننه زموږ د درو سره بڅرکي صاحب، انګار صاحب او حاجي محمد حسن خان ګذاره ښه وه که تر محمولي شکر رنجيو تير سو نو زموږ خپل منځي تعلقات او مناسبات په کامل احترام او همکاري سره تيريدل.
جناب محمد ابرهيم خواخوږی پيهم او مسلسل تر هغه وخته چي موږ بنديان و هره ورځ بلاناغه حاضري راکوله پر هغه چي د باندني معلومات يي را رسولي، د کتابو تهيه ئي هم راته کوله او هم يي هره ورځ تقريباً يو کيلو متر فاصلي څخه پر خپلو مبارکو اوږو يو يو منګي پاکي اوبه له څاه څخه راته راوړلي هم ئي ځيني د باندني کورني کارونه کول لکه زما کوچنيان ئي په مکتب کي داخلول او بيا هغه هره ورځ پر بايسکل باندي مکتب ته رسول او داسي نور دا ټول کارونه ئي په يوه داسي نه ستړي کيدونکي حوصلي سره انجامول او په دومره مسلسل مداومت يي دا کار کاوه چي نظير يي لږ تر لږه ما خوندي ليدلي، که دا ووايم چي جناب خواخوږی صاحب زموږ د بنديګري خواشيني را نيمي کړي وي مبالغه به مي نه وي کړي.


               په ١٩٦٦ ز کال کي اروا
ښاد شهيد ميوندوال صاحب چي د هيواد د ترقي او سياسي بهير ټينګښت لپاره د مترقي دموکرات ګوند جوړ کړ نو يو شمير ويښ ځلميان هم پکښي شامل سوه چي استاد خواخوږی په کي هم ؤ او د مترقي دموکرات د ګوند په تودو مبارزاتو کي برخه درلود او په ډير جرئت سره د خپل ګوند د تګلاري په پلي کولو کي هلي ځلي کول لکه چي د وخت صدر اعظم نور احمد اعتمادي دښاغلي ميوندوال د ګوند لوړپوړي چارواکو ته ګواښني کولي نو د اطلاعات او کلتور وزارت لوي رئيسان يي د صدارت ماڼي ته غوښتي وو او په خپله وينا کي داسي ويل چي: زه د هغه لوړ پوړي دولتي کار کونکو اړيکي د ميوندوال سره نسم زغملي او هغه ته وايم چي ميوندوال پريږدي که نه خپل دولتي موقف به د لاسه ورکړي

چي د ښاغلي اعتمادي د خبرو څخه وروسته ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی چي د اطلاعات او کلتور د وزارت د عامو کتابخانو ريئس او هم د شهيد ميوندوال د مترقي دموکرات د ګوند د مشرتابه شورا سکرتر ؤ په ځواب کي داسي وويل:
ښاغلي اعتمادي!
                             تاسو د افغانستان د صدر اعظم په توګه دا حق لري چي زما څخه دولتي چوکي چي د رياست ده واخلي خو دا حق نلري چي ما د (٣٠) کلن ماموريت څخه وباسي.

ښاغلي اعتمادي!

تاسو حق لري چي د دولتي کار په رسمي وخت کي زما د سياسي فعاليت مخ ونيسي خو نسي کولي چي ما د سياسي فعاليت څخه منع کړي زه وياړم چي د ښاغلي ميوندوال ملګري وم، يم او وبه اوسم. زه د دولتي څوکي څخه تير يم خو د خپل ګوند او د ګوند مشر ميوندوال څخه نسم تيريدلي. زما د ماموريت په کلونو کي تاسو غوندي څو صدر اعظمان راغلي او تللي دي خو زه لا تر اوسه د دولت مامور يم تاسو زموږ اخبار مصادره کولاي سي ما او زما ملګري بندي کولاي سي خو زموږ سياسي مبارزي ته د پاي ټکي نسي ايښودلي ځکه زموږ سياسي لار د ولس لار ده او د اساسي قانون پر اساس د افغانستان د ملي ګټو په خاطر جريان لري.  “

په ١٩٧١ ز کال کي د ځيني اختلافاتو له عمله يو شمير ويښ ځلميان په شمول د ښاغلي بينوا، علامه لوي استاد پوهاند حبيبي، علامه پوهاند اکاډمسين رشاد، ښاغلي انګار، ښاغلي خواخوږی، ښاغلي ويسا ، مدير جيلاني خان، خان عبدالهادي خان هادي، وکيل نور محمد خان، ښاغلي فتح محمد خټګر او نور رسماً د مترقي دموکرات ګوند څخه ووتل خو ارواښاد خواخوږی د ژوند تر پايه ويښ ځلمي پاته سوئ ؤ چي ويښ د هيواد خدمت ته او ځلمي په خپل همت او پاکيزګي کي.

زه په ١٩٩٢ ز کال کي د پاکستان په اسلام آباد کي مهاجر وم، د يو ليک په ترڅ د کابل د ښار د خپل منځي جګړي د لمني د پراخيدو د تشويش په خاطر مي د خپل محترم پلار څخه وغوښتل چي پاکستان ته د موقت لپاره راسي نو ارواښاد پلار مي په ځواب کي راته وليکل:

ګرانه زويه غرزيه!
                         موږ تر اوسه پوري ښه يو او خداي تعالي (ج) په اور او سختيو کي ساتلي يو او هيله لرو چي وبه مو ساتي.

ګرانه زويه!
                      زمانه ترخي او خوږي لري؛ د ګران هيواد ښي ورځي مو تيري کړيدي، بدي به يي هم ګالو. دونه بي پاسه نه يو چي ښي ورځي مو تيري کړي وي او د بدو ئي شکايت ولرو. دا زموږ هيواد دي دلته زيږيدلي يو او دلته به مرو او ښځيږو به که چيري مو څوک د قبره سره تير سي د دعا لاسي په را پورته کي او په مړينه به مسافر نه يو. د ګران هيواد په غيږ کي به پروت يم ځکه چي په کلو کلو مي ويلي او ليکي دي چي هيواد تر هر څه راته ګران دئ.

ګرانه!
                تا راته ليکي وه که دلته راسي ښه به وي.

زه وايم تاسو دي خداي (ج) له بلاؤ او آفاتو د ټولي کورني، دوستانو او وطنوالو سره وساتي ځکه چي د دي هيواد نوي ځوانان ياست او آئنده په تاسو پوري اړه لري.
موږ ته شرم دئ چي هيواد په بد حال پريږدو او موږ ځيني ولاړ سو، که ټوله مري زه دي هم مړ سم او کله ژوندي وي زه به هم ژوندي يم.
زه يقين لرم چي ته نه غواړي ماته تاريخي بدنامي پاته سي او د پنځوسو کلونو زحمتونه مي بي ځايه ولاړسي او ضرورت دئ چي ځوانان او سپين ږيري لاسونه سره ورکړي او د قوم او هيواد په لاره کي قرباني ته آماده سي او هيواد د دي حال څخه وږغوري څنګه چي خوشحال خان خټک وايي:

که آسمان دي د زمري په خوله کي ورکا
د زمـــري په خولــه کــي مــه پريږده همت

زويه!
                وخت نازک دي بايد نورو ته موقع ور نه کو چي زموږ د قوم ملي يووالي او موجوديت ته صدمه ورسوي او هر څه چي ئي زړونه و غواړي هغه وکي، زه يقين لرم چي ته هم زما په عقيده يي.
هيله لرم تاسو ځوانان سره يو سي او د آئنده لپاره تياري وکي دا وخت د لاسه مه ورکوي په يو زړه، خوله او مرام سره روان سئ، خپل افغانيت او رسالت د لاسه ورنکړي او آمادګي ولري چي د هيواد او ملت لپاره خدمت وکړئ.

دا وطن به بيا سمسور وي موږ به نه يو
  
 د بلبلو به پــــري شــــور وي موږ به نه يو

ارواښاد خواخوږی د خپل مريني څخه دري ورځي د يو ليک په ترڅ ارواښاد محمد علم بڅرکي ته خپل احساسات داسي بيان کړي وو.
ګران او محترم د څلويښتو کالو د خواږه عمر په قيمت رانيونکي سر تير، ميړني او د وياړ وړ ورور ښاغلي بڅرکي صاحب!
زه د دي ليک تر ليکلو پوري جور تکړه او ستاسو هغه خواخوږی يم، چي ستاسو جوړتيا، خوښي او ښه ژوند د لوي خداي (ج) له درباره غواړم.

ګرانه وروره!
زه زوړ سوئ يم ليکن بي ايمانه سوي نه يم ځيني مشران او ملګري مرګ راڅه بيولي اما په نامه او مشرتوب يي وياړم او ځان د دوي د لارښونو او مهربانيو پوروړي بولم. ځيني نور زماني په ظاهره ليري کړي دي اما زما زړه د دوي د ميني کور دي او د دوي په ياد ژوند کوم او فخر پري کوم چي د هغي رشتيني او د منلو وړ شخصيتونو څخه يو هم تاسو ياست چي زه غواړم خپل ټول احساسات د دغي لنډي په وسيله بيان کړم.

ستـــا بـه زه هير يا که پــه ياد يـــم
زه چي قدم پر قدم ږدم تا يادومه
 

ګران بڅرکي صاحب!

پورتني لنډي د پاک زړه څخه  را وتلي ده او د ډيرو سپيڅلو احساساتو انعکاس دئ په زړونو کي.

ا
رواښاد الحاج محمد ابراهيم خواخوږی د ١٣٧١ ل کال د لړم د مياشتي په ٣ نيټه چي د ١٩٩٢ ز کال د اکتوبر د مياشتي د ٢٤ نيټي سره سمون خوري د زړه د ناروغي له امله  چي ورته پيښه وه د کابل په نوي ښار کي د (٧١) کالو په عمر وفات سو.

} لوي خداي (ج) دي پر ورحميږي  {

د دي اثر په وړاندي کولو سره غواړم چي د خپل خداي بخښلي پلار حق پر ځاي کړم او پدي وياړم چي پلار ما ته د نيک نوم او خواخوږی لوي ميراث پري ايښي دئ. لوئ خداي (ج) دي جنت الفردوس ور په نصيب کړي او موږ ته دي د هغه د نيکي لاري په تلو او د هغه د هيلو پرځاي کولو توفيق راکړي.

 چاچي کړئ جـامعي تــه کـــم ښه کار دئ
ابـــدي ژونــدون ورکـــړئ کــرد ګــار دئ
تورو خاورو کي هيڅ مه ورپسي ګرزي
د بـــي وزلو پــه مينو کي ئــي مــزار دئ

                                                                                                                 په درنښت
                                                                                                                  غرزي خواخوږی

 

 

Home | Pashto Biography | Remembrance | Poems | Photos | Contact & Links | Downloads | Tolana/Association

Copyrights @ ikhwakhuzhiworld.com