|
ږغ
پــه
تــمام عــالم کـــــې پيـــژنم د يـــــــــار ږغ
نـه ورکيــــږي چــی وي لږ څه د اسرار ږغ
لــه خپــل قــــبره بــــه کفــــن پــــه غاړه پاڅم
کـــه اشنــــــا را بــــانــــدي وکـــد ديــــدار ږغ
خـــــوار مـــېن بــه سرومال صدقه ورکـــي
چـــی د زړه لــه کومــــی وکي پر دلدار ږغ
د غاټول په څېر بې تل
په زړه کې داغ وي
کــــه عاشـــق بانــدي ونــه کــي ګلحن ار ږغ
ډېـــر کلــــونه به مجنون پر بيد يا قېد کې
چی پر وکــــي د خوږمن زړګی واکدار ږغ
کـــــه نــــلان ئـــــې د مـــــينې څخــه راووزي
هر يو نل بــــه ئې کــــــوي د ګـــران نګار ږغ
بـــــې دردانــــو بــــانــــدي هيڅ اغيزه نکړي
که سر تـل ولي په کـاڼـــــي کړي ابشار ږغ
عنــد ليـــب به خپــل غمونه ټوله هېر کړي
کـــــه فــــلک وربــاندی وکــــــي د ګلزار ږغ
زه (خواخوږی) به ئې
تــل
د در ملــنګ سم
کــه دلـــبر پـــــه
محبت وکــــړي
يـــو وار ږغ
(ارواښاد استاد
خواخوږی)
**************
عشق
يــــــا دي نه ځـــي هيـــڅ ســـړی پر لار د عشق
که ولاړ نوم و ننـــــــګ دي
کــــــــــــاندي چـــــــــــــــــار د عشق
د مجنـــــــــون مـــــــينه مېـــن لــــره پـــــه کار ده
په هيڅ عــــــــقل تـــــدبيــــر نـسي کار د عشق
د هغــه بــه تـــوان او صبر، تــــوختـــه څـه وي
چـــی ئــــــې وســــوځي وزر پــــه نــــار د عشق
نيــــم بسمــــــل مــــــرغه پــه شان به تل تپيږي
چی خـــــوړلــــــی وي پـــــر زړه پيـکار د عشق
رنګ بـــــې ژړ، ګريــــــــوان بې
څيـــــــري سر بې تور وي
کــــه راغـــــلی وي پـــر چــــا نــــا تـــار د عشق
پر ســــره اور بـــه ځان ستــي کـړي بې درنګه
چی خبـــــــروي څــــوک پـــه لـــږ اسرار دعشق
آن الـــحق آواز بــــه و باسي له خــــــولې څـــــه
هـــــم بــه خيژي پـــه خندا پــــــــر دار د عـــــشق
در پـــه در بـــه هره خوا ګرځــــــي (خواخوږی)
چـــــی مطلــــب ته سي واصل بيمار د عـشق
(ارواښاد استاد
خواخوږی)
**************
ګل

پسرلی سو هره خـــوا ښکاری
زيبـا ګل
غرونه ګل، باغونـــه ګل ټوله بيديا ګل
ښايـــسته ګله راتــــګ دي
مبـــارک سه
چی نن بيا درسره وينم خوا په خوا ګل
په هر لوری دی ګــلان نــــن
غــــوړيدلي
خدايه ولې نـــه غوړيـــــږي دا زمــــا ګل
بلبل بيا د تېـــــر هجــــران
تــــرانې وائې
مخ په پاڼو پټـوي او کړي خنـــــدا ګـــل
چی وتلی پر سفـــــر نـــــن
بيـــرته راغلی
ربه بيل نکړې له ما څــه دارعنــــا ګـــــل
د لاله په شان مي زړه پـــه
هجران داغ ؤ
نن آشنا وصال کښې راکـــړئ د وفا ګل
د (خواخوږی) خوښي تېــــره ده
تــر حده
چی ئې يار پر ګريوان کښيښود خوشنـــما ګل
(ارواښاد استاد
خواخوږی)
**************
کندهاره

د پښتــــون عـــزت، شـــوکت
لـــوئ افتخاره
کنـــــــــــدهاره، کنـــــــــــــدهاره، کنـــــــــــــدهاره
تــــا مــــلی قــــائد حــــاجي ميرويس روزلـــی
شاه محمود، اشرف هوتک تـاکي زوکـړئ
د ايــــران فاتـــح تــــــــاجدار د اصفهـــــــــان ؤ
د پـــــښتون ويـــــاړ ننګيالی تورزن افغان ؤ
د ميرويس د ستـرګو تور تير تر خپل ځان ؤ
جنګيــــالی ؤ، بــــريــــالی ؤ، نــامتو ځوان ؤ
شاه اشرف د شرافــــت غــــيرت تـــــــوريال ؤ
د هــــوتکو شيـــن زمـــرئ پــښتون ننګيال ؤ
د ميــړاني پــــر ميــــدان تـــــورن جنــــګيال ؤ
د تـــــرکـــانــــو او روسانــــو د جنـګ سيال ؤ
د پښتـون عـــزت شــــوکت لــــوئ افتــــخاره
کنـــــــــــدهاره، کنـــــــــــدهاره، کنـــــــــــدهاره
د ملـــی وحـــدت مؤسـس لوئ احــــمدشاه ؤ
لـــوئ فاتـــح د پــــانی پــــټ پــــر دی دنيـــا ؤ
و هــــر جنګ ته چـــی بـــې مخ سو ناکام نه ؤ
د افغـــــان د ســــــر لـــــوړی لــــوئ افتــــخاره
لـــــوئ احمــــد غازی د خپل وطن يو سپر ؤ
خپــــل مـــلت ته هميــــشه ســـــر پـــه سنګر ؤ
د دښمــــن د ستـــرګــو زوز د دوست مرحم ؤ
لوئ افغان ؤ، لـــوئ فـــاتح او لـوئ سنګر ؤ
د پـــښتون عــــزت شــــوکت لـوئ افتــــخاره
کنـــــــــــدهاره، کنـــــــــــدهاره، کنـــــــــــدهاره
(ارواښاد استاد
خواخوږی)
**************
مظلوم
زندانی ترانه
پښو کــــې مي بيړئ او په لاسو
کې مي ځنځير دئ
زه د قــــام خدمت کـــړم خلـــــقو دا زمــــا تقصير دئ
ماغوښتــــه وران کـــــور د پــــښتنو بـــيرته آباد سي
دا غريب ټبــــــر لــــه دی ظلمـــــــونــــو څـــــه آزاد سي
پوه سي پخپل حق ورڅخه ورک جهل او فساد سي
ورکـــــه نـــــاداني، بيـــــچارګـــي، ظلم استبداد سي
زه نــــــه وم خــــبر چـــی دا آرزو جـــــــــــــرم کبيـــــر دئ
ملـــک پــــــه آبادۍ کـــــې لاس وهـــل زما تقدير دئ
پښو کــــې مي بيړئ او په لاسو کې مي ځنځير دئ
زه د قــــام خدمت کـــړم خلـــــقو دا زمــــا تقصير دئ
(ارواښاد استاد
خواخوږی)
د کندهار خصوصی جيل ٢٦-٧-١٣٢٩
**************
زما د قبر پر شنخته

ای د عـــمــــــرونـــــــــو آشنــــايــانـو زمــــــا
ای د دردمنـــــــــدو زړو يـــــــارانــو زمــــــا
لاســــــــونـــــه پــــورتــــه په دُعـــا کئ ماته
يـمـــــه ســــائـل ژوندي دوستـــانـو زمــــــا
پـــه فـــاتحه ياسيـــن مـــي ياد کړئ ګرانو
ای مســــلمـــان، وطنـــــدارانـــــــــو زمــــــا
په تــورو خــــاورو كي جلا لــــــه تـــاســــي
پــــــروت يــــم مشـــفقــو مــــهربانو زمــــــا
قـــبر ژونـــــدو تــــه د عـــــــــبرت درس دئ
واخلئ درس واخـــــلئ عــــزيـزانـو زمــــــا
کــه هر څـوک ياست او د هر څه خـاوندان
دلتـه خــواران يــاست همنوعــانـو زمــــــا
د مــړه (خــواخوږی) هيـــله ده لــه تــاسـي
د خــواږه ژونــد ويښــو زلميـــــانـو زمــــــا
چــي پـــه دُعـــا او فــاتــــحه مــي يـــاد کئ
لاروي ، خپـــلوان ، مســلمانــانــو زمــــــا
(ارواښاد استاد خواخوږی)
بيرته شاته
|