|
غـــــــــــــــــــــــــــــــــواړم
دغـــه پـســرلــي کــي نــــــــو بهـــار زه د پــښتـــون غواړم
نوي هنــګامه، نــوئ احساس، نــوئ ژونـــدون غواړم
ويــښ چــي کـي له خوبه سم و
غر ته ژوندون و بخښي
پـه هغه آسماني رحمت خپل ګران
وطن زرغون غواړم
قـــوم چــي را
بــولــي د اتحاد او د ويــښتــوب پــه لور
هغسي مکتب، ويــښ معــلم، جــدي مضمــون غواړم
ځـان چــي کـړي ټــول وقـف د خواږه هيواد په مينه کي
مــــــيــنــــه
لــــيـونــــي زه و زلمــو تــه د مــجنـــون غواړم
ســوي چــي پـــه
اور د مـينـي تـل د دي ملت وي خپـــل
هغسـي کوګل، هســي زړګــي، هســي لــړمــون غواړم
څوک چه په زحمت کي د ولس شخصي راحت غواړي
زه د هـغـــــــو خــلــــګو
هــمــيشه د بـيــخ خــتــون غواړم
ســــــاتـي چـــه رمـــه
خـــــپله، پــرديــو شــرمښانـو څــــــــه
خپـل عزيز ملت ته زه (خواخوږي) داسي شپون غواړم
(ارواښاد استاد خواخوږي)
**************
باميان ته خطاب

د مېړونو زړو مسـکن ښکلــي
بــاميـــــانه
د لرغوني پښتونخوا د ننګ داستانه
د چنګيز خونخوار په ظلم بانــدي ورانــه
اي زمــوږ د تـوريالو د
جنګ ميــدانه
تـــــازمــــــوږ د نـيــکه ګـانــو بـرم ليـدلـــــي
تـــــا داستـان د کــنشـــکا دي اوريدلـــــــي
تـــه مـــرکـــز د
تـــمــــدن د ايــــــشيــــــا وي ته
ټاټــوبـــي د پـــوهانــو د دنيـــا وي
په پوهنه کي ډيوه د شرق په خـــــــــوا وي
د (بودا) د پـيروانــو
ښــــه ليلــــي وي
تــــه زمونږ د ننګياليـو قـــربـــانــګـاه يــي
د چنــګيــــز پــه تـــاړاکونو ښــــه آګـا يـــي
هندوکش دي سر جګ کړي دي آسمان ته
د وقار ښوونه کـړي نامتو
افغــان ته
پـــه حيـــرت ولاړو پيښــــــوو د جهـــــان ته
حال په ژبه وايي غوږ
کيږده بيـان ته
هيـــڅ غليم ته ما خپل سر ندي ټيټ کړي
نيــغ ولاړ يـــم واوري سـر دي را پــټ کړي
د تــاريـــخ پــاڼي پـــــه تــــــادي زرنګــــاري ستا په لاره کي
ځلمو پريښودي چاري
د خــــواخـــوږو ويــــنــــو وو هــلـــــــي داري داسي ږغ به وکړي
هر يو په خپل واري
تــــــه تـــر هــر څـــه راته ګران اي باميــانه
زمـــوږ مـــرکــز د تمـدن د ننـګ داستــانه
(ارواښاد استاد
خواخوږي)
**************
شمـعي تـه

شمعي زه يـــم ستـــا د مــــــخ ســــــــوي پتنګ
بـــــــــي لـــــه تــــا يـــم د ژوندون څخه پـه تنګ
.
که مي ستا وصال روزي سي سره لـــــمبه سم
لـــــــه ايــــرو څــــه بـــه مي بوي ځـي د لــونګ
کـــه زه ستا په شان د عشق په اور کباب سم
بيــــا بـــــه ونـــــه کـــــــــــړم خبـــر د نــــــــام و ننګ
چـــه د ټولـو مينـــــانـــــو پـــــه غـــــــــم ســـــوځي
ما بي وزلي ته هم ځــاي راکــــــــه پـــر څــــنګ
پــه محفل کښي د همــــــــه خوبانو ســــر يــــي
پــه تا وياړم ښـــــايستـــه يـي کــــه بـــدرنــــګ
د بــي وزله او بــــډاي ســـــره يــــو شـــــان يــي
ټـــــــولـــوي پـــر ځـــان غنـــي وي کـــه ملـــنګ
زه خـواخوږي چـار چـــاپــــيره تـــر تــــا ګــرزم
نـه بيـريږمــه هيــــڅ وخت د ځـــان په سونـګ
(ارواښاد استاد خواخوږي)
**************
آ با وفا خواخوږي
اي
فرشتي د پاکي ميني په رشتــيا خــــواخـــوږي
څـلي د
صـــدق و د اخـلاص و د صــفا خـواخـوږي
اي په تيارو کي د ځلمـــو د لاري بـــــلي شمـــــــعي
اي په مــــزلــو کــي د زړو د لاس عــصا خواخوږي
د وطن مينه ستا د ويني په هـر څـــاڅــکي کـــي وه
آ د ځـــــلمو د ويـــښ تـــابه بــانــګ درا خواخوږي
ستــــا د وفـــــا و درنــاوي تــه کــکــرئــي وي کــــږي
ځـــان دي نيــــولي ؤ په زړه کي د هرچا خواخوږي
تا په کومــک کي د بيوزلو تمـام عـمــــر کــه تيـــــر
دا تخلص هر څوک مني چي وړ و ستا خواخوږي
اروا دي ښاده وه تل، قبر دي ستا روڼ وي هميش
پـــر تـــــا دي اوري رحــــمتونـــه د الله خــواخــــــوږي
د جنت زړه دي ستا نصيب کړي په خپل فضل الله
رتبي دي لوړي لره خداي ”
آ با وفا خواخوږي١
“
د مــړيني ورځ دي
شــپـــږويــشتــمـه د دوهـــمي خــور وه
دوه چه تري کم کړي کال ئي دئ ”
اي با صفا
خواخوږي٢
(علامه اکاډمسين پوهاند رشاد)
١-
(د جنت زړه = ن =٥٠)
+ (آ با وفا خواخوږي =
١٣٢١)
١٣٧١هـ
. ل
٢-
(اي باصفا خواخوږي =
١٤١٥)
–
٢
=١٤١٣
هـ . س“
**************
د محمد ابراهيم خواخوږي ويرنه
داسـي مــړئ بــه څـــوک ولـــي بــــولي مــــړي
چه ئي ژوند په
خواخوږي کي وي تير کـړي
د نــــــوموړي خواخوږي تل په رشتيا وه
پــــــــــه رشتيا سره خواخوږي ؤ نوموړي
پـــر مــريــض بانــدي ئــي تــل کـول پـوښتنه
پـــر اوږو
يـــــــــــي د دوستــــــانو مـــړي وړي
د هـــــــــــر مـــړي فــــاتحي ته به حاضر ؤو
هميشــــه د يو خواخوږي په شان ستړي
په
هـــر درد کـــي بـــه تـــر ده پـــوري نــــاره وه
پــه تمــــام
ؤ کارئي نه پـــريښـــود نيــمـــګړي
اشنــــايـــــــانـــو تـــه ئي تــل رسيدګي وه
پـــــردي لاره هــــــم منـــلــي هم پيــــاوړي
چـه
بـه کلــه دوه دوستــان ســره خــفـــه ســول
هغه دم
به ئي تر ميانځه ســوميـــانـــځګـــړي
ده پــه خلګو کـــي قوي رشته وه غښتي
د دنيــــــا د کار بـار تــار يــي او مــــــــــړي
دا
دئ نــن عــاجــــــزه اړ دئ و دوعــــا تــــــــه
په دوعـــــا
ئـــي يـــادوم دغـــه مــور مـــــــــړي
ربـــــــــه ده تــــه د نيـــــکو اجـــــــــر ورکـــــړه
ورمصاف يي که، که ستا وي پور وړي
له ګناه د دي بنده غــــاړي کــــړه خـــلاصــــي
ستا بنــــده
لــــري پــــه غـــاړه د عــــجز پــــړي
د دوستــــــــــــانـو خورا لويه صدمه وي
ځــــيني بيل چــي ابدي سي هسي غړي
ښـــــــه نــــــوم پـــــاتــــــه وي
((ريشأ)) د نيــــکو خــلګـو
وړي د ځــــــــــــان ســــــــــــره يــــــــو څو ګـــــــزه ګــــــدړي
(عبدالهادي ريشأ)
بل مخ
|