Pashto Biography


 

 
Home
Pashto Biography
Remembrance
Poems
Photos
Contact & Links
Downloads
Tolana/Association

                                        If you are not able to read Pashto Fonts correctly click here.

 

 د ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی پيژندګلوي

ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږی د دُرمحمد خان زوي په ١٩٢٠ ز کال د فبروري د مياشتي په ٢٨ نيټه د کندهار ولايت په ماله جات کي زيږيدلي وو.
ارواښاد خواخوږی په ١٩٢٦ ز کال ښوونځي ته شامل او د متوسطه دوري له فراغت نه وروسته د لوړو زده کړو لپاره دارالمعلمين ته شامل سو او په
١٩٣٨ ز کال کي فارغ او د حبيبيي په عالي ليسي کي د ښوونکي په توګه مقرر سو.
د استاد خواخوږی لمړني شعر په ١٩٣٤ ز کال کي د کندهار د طلوع افغان په ورځپانه کي خپور سو.
ارواښاد خواخوږی په ١٩٤٦ ز کال د کندهار دکوکران د ليليي ښوونځي ښوونکي او تدريسي آمر وټاکل سو.
په ١٩٤٨ ز کال کي د کندهار د احمدشاه بابا ليسي د مدير په توګه وټاکل سو.
استاد خواخوږی د افغانستان د ويښ ځلميانو د سياسي تحريک د پيل څخه په سياسي مبارزاتو کي فعال ګډون درلود.
ارواښاد خواخوږی په ١٩٥٠ ز کال کي د دولت لخوا د ويښ ځلميانو د سياسي هلو ځلو په تور ونيول سو او زنداني سو.
             ارواښاد خواخوږی د زندان د خلاصيدو نه وروسته په شخصي کار پيل وکړ او په ١٩٦٥ ز کال کي ارواښاد جبراً کابل ته واستول سو او په پښتو اکاډمي کي د مسلکي غړي په توګه وګمارل سو.
په ١٩٥٧ ز کال کي د راډيو افغانستان د نشرياتو د مراقبت د څانګي د مدير په توګه او د حبيبيي په عالي ليسي کي د پښتو ښوونکي په توګه کار کاوه.
په ١٩٥٩ ز کال کي د راډيو افغانستان د رياست د معاون او په استقلال ليسي کي د تاريخ دښوونکي په توګه مقرر سو.
په ١٩٦٠ ز کال کي د پوهني ننداري د رياست د معاون په توګه او د نادريي په ليسي کي د تاريخ د ښوونکي په توګه خپلي دندي ته ادامه ورکړه.
په ١٩٦٣ ز کال کي د مطبوعاتو د وزارت د ادبياتو د لوي آمر په توګه وګمارل سو.
په ١٩٦٦ ز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د کتاب خپرولو مؤسسي د رئيس په توګه وټاکل سو.
ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږی په ١٩٦٦ ز کال کي د ارواښاد محمد هاشم ميوندوال سره په مترقي دموکرات ګوند کي خپل سياسي هلي ځلي ته دوام ورکړ.
په ١٩٦٧ ز کال کي د افغانستان د عامو کتابخانو د رئيس په توګه مقرر سو.
په ١٩٧١ ز کال کي د افغانستان د اکاډمي د پښتو د تقويي او پرمختيا د رئيس په توګه مقرر سو.
په ١٩٧٣ ز کال کي جبراُ  تقاعد ته سوق سو.
ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی د ١٩٩٢ ز کال د اکتوبر د مياشتي په ٢٤ نيټه د هغي ناروغي له امله چي ور پيښه وه په کابل کي وفات سو.
ارواښاد خواخوږی په ١٩٤٤ ز کال کي د تعليم او تربيي مسلکي کورس او په ١٩٦٢ ز کال کي د ژورناليزم کورس مؤفقانه سر ته ورساوه.
په ١٩٦١ ز کال کي د افغان چين د دوستي ټولني غړي، په ١٩٦٩ ز کال کي په افغانستان کي د يونيسکو د ملي کميسيون د غړي په توګه منتخب سو.

استاد خواخوږی نه يواځي بادرده شاعر، ليکوال او ژورنالست وو بلکه د وطن د نوي نسل په روزنه او ويښتابه کي يي هم برخه اخيستي وه.
ارواښاد خواخوږی ته په ١٩٦٥ ز کال کي د اعليحضرت همايوني محمد ظاهر شاه د حضور لخوا د مينه پال دوهمه درجه نشان او په ١٩٦٩ ز کال کي د مينه پال مطلا نشان ورکړه سوي ؤ.
ارواښاد خواخوږی په ١٩٧٣ ز کال د سعودي عرب د باچا ارواښاد ملک فيصل په بلنه د حج مبارکه فريضه ادا کړه.
استاد خواخوږی د ګران هيواد افغانستان حساس ليکوال، بادرده شاعر او سياسي پيژندل سوي چهره وه.

 

 

 

 

 

 

                ارواښاد الحاج محمد ابراهيم خواخوږی د ١٣٧١ ل کال د لړم د مياشتي په ٣ نيټه چي د ١٩٩٢ ز کال د اکتوبر د مياشتي د ٢٤ نيټي سره سمون خوري د زړه د ناروغي له امله  چي ورته پيښه وه د کابل په نوي ښار کي د (٧١) کالو په عمر وفات سو.

هو!

                اوس چي په ګران هيواد کي د نوي څپو وړانګي د ورايه څرګنديږي او د خواخوږی خوبونه په رښتيا بدليږي نو د ارواښاد خواخوږی د٧١ کلن عمر ٣٥ کاله د هيواد د اولادونو په روزنه او ويښتابه کي تير کړي دي له دغه امله ارواښاد خواخوږی د هيواد پر اوسني نسل باندي د نمانځني حق لري او په دي ارزي چي په ښه نام او نيکه دعا ياد سي.                           

} لوي خداي (ج) دي پر ورحميږي {

  د ارواښاد استاد خواخوږی څخه لاندي آثار پاته سوي دي.

 ١- د ميني وږمه (د اشعارو ټــــولګه)                            

٢- حکايت نه دي حقيقت او درد دي                            

٣- يــــــــــوه ژړونــــــــکي منــــــــــظــــــــره                 

٤- مـــــرغـــــــــــــــــلره او نــــــــور خـــــــان                

  ٥- شيــــــن خـــــــــالــــي او ګلالـــــــــــي 

٦- د ګوستاولوبــــون لنډي خبــــــري

 ٧- دوه ځـــــــوانــــي مـــــــرګ مـــــــينان

٨- د اشـــعارو دوهمـــــــه ټـــولـــــــــــګه

٩- د اشــــــعـــــارو درييـــمه ټولــــــــــګه

 

Home | Pashto Biography | Remembrance | Poems | Photos | Contact & Links | Downloads | Tolana/Association

Copyrights @ ikhwakhuzhiworld.com